په تورخم ښارګوټي کې د غیرې مسوولو کسانو له خوا له باروړونکو موټرو څخه د پيسو د اخیستو د مخنیوي لپاره تیره ورځ یوه اتحادیه جوړه شوه.
Published: 06 سبتامبر 2016
د دغې اتحادیې مسوولین وايي، یو شمیر کسانو په تورخم بندر کې له موټرو په ناقانونه توګه پیسې اخیستې چې د دغې ستونزې د حل لپاره دوی د یوې اتحادیې په جوړولو لاس پورې کړ او مسوولیت یې هم د باروړونکو موټرو تنظیم او د اداري کارونو ژر خلاصون دی.
له بل لوري، د تورخم ښارګوټي ښاروال وايي، هغه کسان چې له باروړونکو موټرو څخه پیسې اخلي پیژندل شوي او ډېر ژر به د قانون منګلو ته وسپارل شي.
Leave a comment
Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.