ټاکل شوې چې نن د افغانستان، ایران او هند ترمنځ د چابهار درې اړخیز سوداګریز او ټرانزیټي هوکړه لیک په ایران کې لاسلیک شي. Featured

Published: 23 می 2016
817 times Last modified on سه شنبه, 24 می 2016 02:23
د ولسمشرۍ مانۍ په خبرپاڼه کې راغلي،د یاد بندر په پرانیستو سره به افغانستان د منځنۍ اسیا هیوادونو د سوداګریزو توکو د لیږد مرکز شي، چې له دې لارې هیواد کولی شي هر کال په میلیونونه ډالر ګټه ترلاسه کړي. دغه بندر مناسب، ارزانه او تر ۷۰۰ کیلومټره د افغانستان مرکز ته نږدي پروت دی، چې د کراچۍ او عباس بندرونو په پرتله د وارداتو او صادراتو لپاره مناسب ځای دی،او افغان سوداګرو ته دا موکه برابروي چې خپل سوداګریز توکي ۲۰ سلنه ژر صادر کړي،چې پر بنسټ به يې د سوداګرو لپاره هر کانټینر مال له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ ډالرو پورې ارزانه پریوځي. د چابهار بندر د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې یوه ازاده سوداګریزه سیمه ده.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.

Latest Political Video of Khurshid

Khurshid News Ps