ولسمشر غني وايي، د هېواد سوداګریز بیلانس باید بدلون ومومي او افغانستان باید یو صادرونکی هیواد شي. Featured

Published: 19 می 2016
779 times
ښاغلي غني تیره ورځ د سوداګرۍ او صنایعو وزارت کړنې وارزولې او زیاته یې کړه، چې د دغه وزارت بشري ځواک د یاد بنسټ اړتیاوو ته ځواب نشي ویلی او باید په دې برخه کې اصلاحات او بدلونونه رامنځته شي. ولسمشر په دې ناسته کې چې په ارګ ماڼۍ کې ترسره شوه همداراز په ډاګه کړه، چې ډیر ژر به د فساد پر وړاندې د مبارزې په موخه د عدلي او قضايي یو مرکز جوړ شي او په دې مرکز کې به د هغو دولتي لوړ پوړو چارواکو دوسیې وڅیړل شي چې په اداري فساد ککړ دي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.

Latest Political Video of Khurshid

Khurshid News Ps