د دغې اتحادیې مسوولین وايي، یو شمیر کسانو په تورخم بندر کې له موټرو په ناقانونه توګه پیسې اخیستې چې د دغې ستونزې د حل لپاره دوی د یوې اتحادیې په جوړولو لاس پورې کړ او مسوولیت یې هم د باروړونکو موټرو تنظیم او د اداري کارونو ژر خلاصون دی. له بل لوري، د تورخم ښارګوټي ښاروال وايي، هغه کسان چې له باروړونکو موټرو څخه پیسې اخلي پیژندل شوي او ډېر ژر به د قانون منګلو ته وسپارل شي.
په دې پروژه کې د هرات ښار د ۴ اعشاریه ۶ کیلومټرو په اندازې د کانال جوړول شامل دي، چې ټاکل شوې د یاد ښار د څلورمې، پنځمې، شپږمې او اتمې ناحیو په دوو برخو کې ترسره شي. د هرات د ښاروالۍ مرستیال غلام غوث نیکبین وایي،دغه ښاري کانالونه، د ضایع اوبو د لیږد لپاره جوړیږي.
د کرنې او اوبو لګونې وزیر اسداله ضمیر د دغو تړونو د لاسلیک پر مهال وویل، پر دغو پروژو ۱۴۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د دغه وزارت له بودیجې څخه ورکول کیږي. له دې سره سم ټاکل شوې د روان کال په اوږدو کې د هیواد په ۱۶ نورو ولایتونو کې د اوبو لګونې ۹۱ نورې شبکې د یاد وزارت له لوري ورغول شي.
د ولسمشرۍ مانۍ په خبرپاڼه کې راغلي،د یاد بندر په پرانیستو سره به افغانستان د منځنۍ اسیا هیوادونو د سوداګریزو توکو د لیږد مرکز شي، چې له دې لارې هیواد کولی شي هر کال په میلیونونه ډالر ګټه ترلاسه کړي. دغه بندر مناسب، ارزانه او تر ۷۰۰ کیلومټره د افغانستان مرکز ته نږدي پروت دی، چې د کراچۍ او عباس بندرونو په پرتله د وارداتو او صادراتو لپاره مناسب ځای دی،او افغان سوداګرو ته دا موکه برابروي چې خپل سوداګریز توکي ۲۰ سلنه ژر صادر کړي،چې پر بنسټ به يې د سوداګرو لپاره هر کانټینر مال له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ ډالرو پورې ارزانه پریوځي. د چابهار بندر د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې یوه ازاده سوداګریزه سیمه ده.
ښاغلي غني تیره ورځ د سوداګرۍ او صنایعو وزارت کړنې وارزولې او زیاته یې کړه، چې د دغه وزارت بشري ځواک د یاد بنسټ اړتیاوو ته ځواب نشي ویلی او باید په دې برخه کې اصلاحات او بدلونونه رامنځته شي. ولسمشر په دې ناسته کې چې په ارګ ماڼۍ کې ترسره شوه همداراز په ډاګه کړه، چې ډیر ژر به د فساد پر وړاندې د مبارزې په موخه د عدلي او قضايي یو مرکز جوړ شي او په دې مرکز کې به د هغو دولتي لوړ پوړو چارواکو دوسیې وڅیړل شي چې په اداري فساد ککړ دي.
د کلیو او پراختیا وزیر وایي،په دې پروژو کې ،د کرنې د پراختیا،د پلونو جوړول، د اوبو بندونه او استنادي دیوالونه شامل دي، د ۲۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت چې د یادې ادارې د پراختیايي بودجې له لوري ورکول کیږي، بشپړې به شي. د یادو پروژو په پلي کیدو سره به په کلیو کې د څه باندې ۱۴۵ زره کسانو د چاپيریال ساتنې ستونزې حل او ۱۵۰ زره کسانو ته به کاري موکې رامنځته شې.
د روڼتیا د نړۍ وال سازمان د ۲۰۱۵ کال د رپوټ پر بنسټ،چې نن خپور شوی،شمالي کوریا او سومالیا په ګډه سره د نړۍ فاسد ترینه هیوادونه پيژندل شوي او لومړی مقام یې خپل کړی دی. یاد غیر حکومتي سازمان چې دفتر يې په آلمان کې دی، ویلي چې د میلیارډونو ډالرو له لګښت سربیره لا هم د افغانستان په عامه او حکومتي ادارو کې فساد شتون لري. افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې هم د نړۍ د ۱۷۵ هیوادونو په ډله کې د نړۍ درییم فاسد هیواد پيژندل شوی و.

Latest Political Video of Khurshid

Khurshid News Ps